محمود دلګیر
د دیدن
تر مخ بندونه چېرته یوسم؟
زړه
مې غواړي دېوالونه چېرته یوسم
هېڅ
بستر د صحت نشته ستا جهان کې
داسې
مات مات اندامونه چېرته یوسم!؟
چې
له زشته په شنودو ځالې وشوې
وایه
زړه! اوس دې غږونه چېرته یوسم!؟
سمندر
تر خپل وسعته هم ډک شوی
یم
دچار د زړه سیندونه چېرته یوسم؟!
دا
له ګردې دنیا موړ، زړه مې نچوړ دی
د
فطرت لاس کې ګلونه چېرته یوسم!
د
دریاب ګرمو آهونو ته زورېږم
زه
د درک اذیتونه چېرته یوسم!؟
ما
کې خوۍ د انګور شته دی د صوف هم شته
ملک
د زهد دی خُمونه چېرته یوسم!
آینې
پنبه به ګوشې دي دلګیره
د
دردونو صورتونه چېرته یوسم!؟