...

محمود دلګیر

مسته شوې مې د عشق سرینده نه ده

په دې هکله مې ارزو برنده نه ده

موږ د ژوند مشاهدو نه دا هم زده کړل

چې خندا د خوشحالۍ نماینده نه ده

دا خبره د تنقید خود غرضي ده

چې رویه مې د غزل سنجیده نه ده

هر خواهان به دې د سترګو پاڼه لولي

هر سړي ته د الفت جریده نه ده

ستا په مخ یې د ورک شوي ورور څېره ده

دا نجلۍ د محبت نادیده نه ده

دا غزل دی د پښتو له جهان ډک دی

د عربو د داستان قصیده نه ده

مشک وېښته دې کوي خوی د نیلوفرو

عشق دې وایي دا هغه فریده نه ده

په رتبه مې د سلوک راننده ګي ده

د الفت لاره شکن ده سیده نه ده

ځه دلګیره دا د سترګو غوټۍ ښکل که

دا له نازه خوبولې، ویده نه ده