...

محمود دلګیر

فلکتازه چې له نازه قدم ورو وړي

په زبان د زوړ زاهد ساز د ګنګرو وړي

په ژوندونې نه شو بار د چا پر ولیو

مرګ نامرد هغه سړی اوس پر اوږو وړي

سپینې سترګې مې دي زړه ته تویې شوي

د بخت ملک ته مې کوډله د تيَرو وړي

لکې نه شوې تر خوشحاله پس دستاره!

پښتنې عبث نازونه په شملو وړي

پلو نیسه تر رڼا سپینې محبوبې

نرم حسن دې خوبونه د شیدو وړي

سمندر سینه وهلې ده دلګیره

ما راوړي څه غمونه په اوبو وړي