محمود دلګیر
یو
نظر چې په ما واړوي هجوم شي
هر
صفت په ما بسته لکه د نوم شي
ستا
په ونه چې د زلفو حلقې وینم
عاقبت
مې د خپل عشق راته معلوم شي
د
الفت څېرې دې خدای خاموشه نه کړي
تور
جهان به څراغونو نه محروم شي
چې
ژوندون هم په رقم د تخیل وای!
زما
خیال کله د چین د پاچا زوم شي
بېلتون
دی لکه، مئینې نجلۍ وېره
برند
نظر یې هم په سترګو کې معصوم شي
د
دلګیر زړه قاتل نه دی ازاري دی
د
نرګس نګهت دې تا لره زقوم شي