...

محمود دلګیر

د ښکلیو سترګو مهربانو تور په موږ اړوي

حق دی د مخ د سرو زخمیانو تور په موږ اړوي

ته په پلو کې له مستۍ پاخه امروت ګرځوې

مالیار د ګلو د غلاګانو تور په موږ اړوي

زموږ میکدې نه په دیوال د کباب بوی اوښتی

د ګاونډ پېغله د چرګانو تور په موږ اړوي

موږ د فرېب دې زمانې ته ږدو ثبوت د وفا

خلک زمونږه د یارانو تور په موږ اړوي

ډېر تغزل کوي د وخت د ناظمانو کینه

په قناعت د غزلخوانو تور په موږ اړوي

در ورته پرانیسته نجلۍ ورور یې شو ورور د هلک

د خیرخانې د مینانو تور په موږ اړوي

مونږه خو پېژني یاران شریف النفس دلګیره!

شوخې کوڅې عبس د ورانو تور په موږ اړوي