...

محمود دلګیر

د امید سایه دې کور ته د سپېرو ځي

ځوانه ونه یم خو بخت مې په آرو ځي

دا خبرې مې خطونه د سکرو دي

اسوېلیو نه مې وږم د ایرو ځي

زه به درشمه زه ستا تر کینې ډېر یم

څراغونه همېش کور ته د تیَرو ځي

چې ګذر دې د ملنګو په در نشته

اوس منم چې باد د غره په سردرو ځي

کشتۍ نه یم چې پر سر د اوبو لاړ شم

ډوب سړی د سمندر په کنارو ځي

یو دلګیر د غزلخوانو د لار پاتې

مګر لاره د بې درکو پر قبرو ځي