محمود دلګیر
دا
ازاري زړه به درد په کوم یو کمین واړوي!
دا
بې پروایي که یې د عشق په کمین واړوي
ګوتې
د انګورو شوې تڼاکې، ځئ چې ښکل یې کړو
خدای
به دا ملا هم د رندانو په دین واړوي
خدای
خو دې تور زړي نور په دې اشاره پوهه کړي
یوه
سپوږمۍ رڼا دې د نجلۍ په جبین واړوي
ما
ته دي زما د بېړۍ مخ اړول ښه معلوم
مخه
د طوفان دې زما مور په امین واړوي
اوس
به یې د ژمي په اوبو باندې وینځلې وي
بیا
به په وطن دغه زرغونه قالین واړوي
و مې
لیده شېخ، دعا یې پوه کړه، رب ته ووایه!
بس
خو یو هلک دې په کمانِ رنګین واړوي
ته
وا لکه واوره چې ماښام په کابل و وري
تور
د سترګو واړوي و ما وته سپین واړوي
ناز
غواړي دلګیره د غزل پېغله مې ناز غواړي
خدای خو دې دا وارې په یو خوږ نازنین واړوي