...

محمود دلګیر

زه نی نواز ښه یم خو دا سوز په شپېلۍ نه راځي

تار دې د سر سپین شي خو پر مخ دې بخۍ نه راځي

ما سره د ژوند د سختو سوختو یاري ډېره ده

اوس زما غزل ته تغزل د نجلۍ نه راځي

ما یې مثال واخله چې مې نیت د خودرنګۍ کوه

حیف دی چې څوک وایي چې مقام د خودۍ نه راځي

ربه! هغه تخم د غرور و غفلت وَږي شول

فصل د کافر لالي پوخ شوی ږلۍ نه راځي

فقر مې د فن د مالدار هم په رښتیا ولیده

اوس چې یې طرف ته د ذوقونو ځولۍ نه راځي

تا په شنه ماښام ترې غاړه واخیسته منم ځمکې

موږ کې تورې سترګې شولې سپینې سپوږمۍ نه راځي

ستا د دې محفل به ورته ووایمه یاره! خو

زه چې مې دا زړه او ذوق ته ګورمه، دوۍ نه راځي

لرې که دلګیره دا دنیا له ځانه لرې که

څوک بې نزاکته د جانان تر کرسۍ نه راځي