...

محمود دلګیر

مګر چا ته به سازېږي د چا تخت دی

هغه لوڅه ونه ګوره زما بخت دی

سوړ موسم سره د لمر شي طبع سسته

له ما څه ګیله چې ستا د طرز کرخت دی

زه هم ستړی یم له ژونده، څوک هم نشته

او بازار ته هم راغلی زما رخت دی

ژوند یو نوم د شپو او ورځو د تکرار دی

د هادي ملا خبره ضرب د وخت دی

ته چې ځې لکه اوبه په مخ دې ښه شه

مات به نه شي دلګیر، غرونو نه هم سخت دی