محمود دلګیر
عمر
ځي خو په وسعت مې ارتقا ږدي
تجربې
شي په خیالونو کې معنا ږدي
ښایي
زړه مې جوړ مجنون، عقل منصور کړي
خدای
لګیا دی په وجود کې مې صحرا ږدي
څوک
دننه مړی پروت دی، خاورې کېږي
چې
مې سترګې کتیبه دومره رسوا ږدي
خپل
عَلم پر پردي ملک ودرول غواړي
شب
پرستي چې تورونه په رڼا ږدي
د
وصال اول ماښام د حسن قاب کې
د
موسکا سړې اوبه د لب خرما ږدي
صبرینه
وي خو چې مخ یې شم ټولي ته
زر
په ځان باندې نامه بیا تمنا ږدي
دستار'
ښکته شو له سر د خوشالاوو
غني
خانه! اوس یې خلک پر ملا ږدي!
د
غزل پېغله په ذوق کې ده رونقه
چې لاسونه په دلګیر غزل سرا ږدي