محمود دلګیر
لکه
مار په څخېدو درنه عرق ځي
بیا
د میو خزانو لره رونق ځي
ما
به دود وي د سګرټ پکې کرلی
چې
مې ورځې د ځوانۍ ورق ورق ځي
لمر
به چا سره پیالې وهلې نه وي
هرکلي
ته د ماښام ګوره شفق ځي
چې
نکهت دې دومره مست وزنګولو
که
نشه دې د جلوو له ذرورق ځي
زړه
او ذهن مې د عشق درګاه غلام شو
چې
له یاد مې له ذاهد لوستی سبق ځي
بیا
د وېرې مقتدي کوي دلګیره
چې
موګی د نصرالدین د چا په حق ځي