...

محمود دلګیر

دا افشا افشا ډيوې خلک دروغ دي

د ځنګل د ښاريې خلک دروغ دي

د ژوند ستړې، سختې، سوختې په خپل سر وړو

یعنې دا چې د تکیې خلک دروغ دي

ایینې د تقدس ګوشه نشینې

په ظهور کې ایینې خلک دروغ دي

مرتبې خو د ګمنامو سره لاړې

دا په موږ کې د نامې خلک دروغ دي

په غرمه یو لا د ورېځو سیوری نشته

دا د قد او د سایې خلک دروغ دي

دلته نشته دي ارواوې، تش لاشونه

لاندې خښ تر کتیبې خلک دروغ دي

د ژوند توند سیلاب اخیستی سړی؛ وژني

دا ولاړ په کرانې خلک دروغ دي

څه له زړه کې محبت ساتې دلګیره

رابطې، د یارانې خلک دروغ دي