...

محمود دلګیر

ختمې چې مو شمعې د خمار شي له محفله ځو

خم چې اخري خط پورې ورسي نو هله ځو

موږ او زاهدان په یوه صراط هم، خدایه مه بیایه

لارې تر تا ډېرې، دوۍ په یوه، موږ دې په بله ځو

روح لکه اخیستې سودا باره په کاروان د ژوند

خدای خبر تر کومه د وجود ستړیه محمله ځو

ځای به پاتې نه وي د نړۍ د امن دشته کې

چیرته به د خپلو نافهمیو له ځنګله ځو

ځئ چې د باګرام او بخارا په ښکلیو وګرځو

بیا به مستانه او رندانه تر خپل کابله ځو

موږ که له هجوم پښې سپکوو د معیار غم کوو

ځو که جنتونو ته د خپل کردار په تله ځو

بل وطن جانان نه وي دلګیره خو وطن پرېږدو

سوې لوې چیغې یو له خپل مجنون ګوګله ځو