...

محمود دلګیر

له دریاب مه پوښتئ دا کس په کرانه کې ورک دی

کور د بې وسو خو پخپله استانه کې ورک دی

زه هغه ګوټ ته په نهضت یم چې زما برخه ده

هغه سرور چې د اختیار په پیمانه کې ورک دی

یو ځل مغل شه، شې به خپله د دعوې منکر چې

رزم د تورې د خوشحال په خېلخانه کې ورک دی

ماښام به نوش کم د سبا بتان به نه سازوم

د خیال خمیر مې د وجود په بتخانه کې ورک دی

د زېب کمڅۍ عبس د مینې پر بام مه خلاصوه

نکهت د زلفو د ګرد باد په ترانه کې ورک دی

د وعدو مات کچکول ته بیا وهي پتري د باور

جانان به راشي مګر اوس په بهانه کې ورک دی

دلګیره وخت له د یو نوي امتزاج کوشش دی

زما آمد د خپل فطرت په رنګ خانه کې ورک دی