...

محمود دلګیر

د هجر شوق په سر اخیستی دېوانه شو ژوندون

په ژوند مئینو! لاړ په نیمه بهانه شو ژوندون

د معرفت له بلند، هر دم څراغونه اوري

افسوس چې تږی تېر د عشق په کرانه شو ژوندون

لاس په دستار ږدو موږه واړه لاروي د خوشحال

نامې به راوړو، رنتنبور که زولانه شو ژوندون

د زمانې د دې کردار پذیرایي پکار ده

که یې پیالې د ستورو راوړې میخانه شو ژوندون

تالا والا شو یو امید د تغزل د شهر

له اهنګ پرېوته ترور شو ترانه شو ژوندون

د رتبو خوب و یو دیدن کې یې، مشتاق کړم د مرګ

ښایي بدل د یو نظر په پیمانه شو ژوندون

د ورځو، شپو رَویه، لهجه نه وه پخوا لطیفه

ستا د راتلو شوې اوازې، شاعرانه شو ژوندون

دلګیره! موږ شوو د جګړې پر ځمکه داسې بدل

کلونه پرېوتل له شماره، ماهانه شو ژوندون