...

محمود دلګیر

پورته شي شاعر د زړه کعبې ته، جمالي کوي

دی د مینې لمونځ ته اذانونه بلالي کوي

دا ګرمه هوا د سمندر مګر اهونه دي

ښایي چې کبان هم له ژوندونه اسوېلي کوي

ستاسو د بڼ  وږم دې شي ستاسو تر لمنو جار

مونږ ته د وږمو رسید ګلان د حوېلي کوي

ووایه، چې تا د کوم موسم جامونه څکلي دي؟

سترګې دې رنګونه سره او شنه د پسرلي کوي

را به شي طوفان ستا د غرور کشتۍ به ډوبه شي

اوس مې دعاګانې له باران سره سیالي کوي

مونږه خاک نشین یو موږ ته خپله خاکساري ښه ده

هغه به اسمان وي چې له ستورو نه کالي کوي

مونږه مجروحانو ته هوا د وطن ولېږئ

نشته هغه می چې یې انګور د شمالي کوي

شوخه ارزو واغوندي دلګیره د رانجو لباس

هسې خو په مست بدن کې سترګې دلالي کوي