...

محمود دلګیر

زما رونق به د وخت سترګو کې جلوې شي اخر

زما غزل به په اوراقو  صحیفې شي اخر

پرېږده مهوشو سره مخ لکه ماښام شو مدام

زه هغه جنګ غواړم غلیمه چې رشتې شي اخر

د منزلونو ګمان پرېوځي د قسمت و پښو ته

ګټه د ستړيو مزلونو تجربې شي اخر

د خپلې ژبې د زوال په تماشه به مرمه

زما سندرې شي بې وسه، ترانې شي اخر

زموږ معشوقې چې مغرورانې شي کنځلې وایي

مګر د هغوۍ چې مغرورې شي نغمې شي اخر

زما د شوق و ذوق مقام یوه پیاله د اشراق

زما دعا زما سجدې به میکدې شي اخر

څوک دی د ډېرو سنجیده معنو عَلم ودروي

دا د رنګونو ملک به ورو ورو هدېرې شي اخر

وخت شو د خپلو قاتلانو میزباني کومه

ستا د جفاوو خاطرې وي میلمنې شي اخر

یو، نیم سړي پسې دلګیره دنیا خاندي مګر

یو، نیم داغونه چې حسد واخلي ډیوې شي اخر