...

محمود دلګیر

روغ، بیمار لفظونه په شربت د صراحیو دي

توري د غزل مې په امت د صراحیو دي

زړونه مو کامیاب په تغزل کې ستا په سترګو دي

مست زموږ خیالونه په نصرت د صراحیو دي

دغه زمانه کې عشق زموږ په سر اباد ګڼه

دغه څو رندان دي ضرورت د صراحیو دي

څه پوښتې زموږ د ښه و بدو عاقبت ملا

ساوې د انګورو په جنت د صراحیو دي

نجونې د غزل په بزم ناستې ګلبدنې دي

مست چې ګلابونه په نکهت د صراحیو دي

دوه خماري سترګې یې دي دوه ارغواني پیالې

هر د ناز کاته یې په قیمت د صراحیو دي

ګڼې یې غوښنې پوکاڼۍ که بتکي د می

ګډې خو دلګیره په فطرت د صراحیو دي