...

محمود دلګیر

مخ په هجر چې مې ستا فطرت کې تګ دی

یو نکهت له پېښ د ګل وسعت کې تګ دی

ستنوئ مې مه چې خښ به شم په خاورې

چې اوبه یم د اوبه قسمت کې تګ دی

چې په وار مې د دیدن مریدان ناست دي

دا زما مدام د عشق کثرت کې تګ دی

څه معصوم، نازک څه مست څه ګونځه داره

څه بدل، بدل مې یو صورت کې تګ دی!

د لټون هره ثانیه ده له اور ډکه

چې زما د یو نرګس حسرت کې تګ دی

په طناب دې کمیس پروت دی، ځم چې باد شم

خوشبختي ده چې مې ستا نکهت کې تګ دی

دا یې څمڅه کې دلګیره قدم پاتې

د چا، شپه غوندې د غره خلوت کې تګ دی