...

محمود دلګیر

لاړې اخر هم د نسترن لاندې ویده شولې

خاورې مجنون کړی وې وطن لاندې ویده شولې

اوس چې مو منزل لکه د لمر له کنډاو وموسېد

نه پرېږدم همته! که څرمن لاندې ویده شولې

غېږه د بانو وي میکده پیالې یې ډکې وي

زړه! د خمار څه معنا؟ عدن لاندې ویده شولې!

خوند کړي دا تکرار، چې د نکهت لباس یې واغوندې

یو ځل که د ګل د پیراهن لاندې ویده شولې

سترګو یې له نازه کړه خوله خلاصه؛ بنده، ته مګر

لاړې د یوې ادا دیدن لاندې ویده شولې

بزم د غزل ګرم دلګیره، ته نیمه شمع

بیا په څه هوا سوي ګردن لاندې ویده شولې