...

محمود دلګیر

د شهرنو د زېب زوال دی حسن دارې لاړې

د هجر ملک ته د نازونو اداکارې لاړې

زه د دې ښار د موسمونو مزاج ښه پېژنم

دلته نه ډېرو زورورو کډې خوارې لاړې

زما د وخت او د لهجې د ادب ماهې نجونې

د خپل وجود زندان ته هغسې فنکارې لاړې

د وخت متل دی چې غل نه درومي نو مل دې درومي

دلته له ډېرو صورتونو نه هیندارې لاړې

زما وسعت فراواني دی د معنو د ماهیت

زما خبرې لکه ژوند پر هرې لارې لاړې

ما د یوسف او د کنعان المیه بیا تازه کړه

زما یعقوب ته سلام کړه که یې په لارې لاړې

وې ګنګوسې وې تلوسې د غزل خوانو په وار

نه و دلګیر غزل سرا، د ذوق خمارې لاړې