...

محمود دلګیر

د وصال لوظ دې لوی د سکینه شي

زه مشتاق د هغه می چې دېرینه شي

زموږ تنده د نګهت شي هلته ماته

چې پیدا د یار د زلفو په چینه شي

هر یو ګل کړي ګرېوان څيرې چې مجنون یم

عشق هغه دی چې پاره پکې سینه شي

یو احوال د خپل عاشق زړه ورکول دي

یا یې ما سره الفت یا به کینه شي

څو پیالې له څراغونو رڼا څښل دي

ماښامونو! چې ارواه مې رنګینه شي

یو مستان دې د انګورو بام ته خېژي

مګر پورته د تیونو په زینه شي

هغه تاو د مینې نه مومم دلګیره

چې نظر مې د یار سترګو کې نینه شي