...

محمود دلګیر

چې د ژوند شته نو د هر څه انتها شته

عشق کې دا باور قایم دی چې فنا شته

تنهایي! په ما کې مه کړه غزونې

زما زړه کې لا د مړو سترګو دنیا شته

لا به ما کې د معنو وسعت لوییږي

لا خو څه راسره رمز د ارتقا شته

موږ د غم دومره خوشبین نه یو خو شکر

دې خالي خونه کې غم خو د شها شته

نور خو ژوند د امیدونو هدیره ده

خو دا ښه ده چې د زلفو تمنا شته

شي به سپک ګردونه ورک زما له خاورې

یو ګذر خو د باران او د هوا شته

موږ به زر یو خو د بل غاړې ته ولېږو

پست به پست وي چې د لوړ ارزش سزا شته

اوس دې خپلو نرګسي سترګو ته ګوره

غرقېدو له دې زما د عشق دریا شته

ستمګرو! کوهي پیل د لوی مقام دی

هره څاه کې یوسفانو ته رڼا شته

لږ څه نور هم منتظر شئ ذوق مقامو

په محفل کې نن دلګیر غزل سرا شته