...

محمود دلګیر

ذوق ته مو، د خپلې مینې جام راواړوه

لاره کړه غلطه، یو ماښام راواړوه

دا ځلې خو یوه وعده پوره که د راتلو

موږ باندې یو پور د انتظام راواړوه

یوو دې محبت کې په لومړي مقام ولاړ

سترګې دې په طَور د انعام راواړوه

خدایه! دغه مرسته درنه هم غواړمه اوس

هغه زرک ورینه مې په دام راواړوه

څوک راپسې هره شېبه غږ کوي، دلګیر!

ختم د ژوند لمونځ شو نور سلام راواړوه