...

محمود دلګیر

ستا د فطرت د محبت وه پکې خپوره رڼا

د ګل نکهت کې مې احساس کړه نوره، نوره رڼا

د طبیعت هره ذره ده د انسان د پاره

شپه کې پکاره وي د غله لپاره توره رڼا

یو ناکراره څېر څراغ دې په سرای کې ګرځي

ستا حالتونه راته وایي ستا له کوره رڼا

همېش مې پام وړي ستا د مخ د پیمانې په طرف

ما سره سترګو کې ژوندون کوي میخوره رڼا

زما ساتلي صفتونه تظاهر ته وځي

زما پیاله کې غلې پاتې نشوه نوره رڼا

ما به د تورو ټکو شاته معانې کتلې

شمې له ما سره همدمه کړه له اوره رڼا

لکه د لمر هسې سپېڅلی یې زما صنمه

مګر چې خلاصه وای د وخت له هره توره رڼا

څه شور ماشور کوي د عقل د شعور خاوندان

ګوشه ولاړه ده خاموشه له دې شوره رڼا

ما مې په خپل زړه کې طلاقه کړله خپله ارزو

تا وته طاق شومه دلګیره اوس مې ګوره رڼا