...

محمود دلګیر

هر محفل د تغزل کې غزاله وم

معتبر د خپل غزل په حواله وم

له ازله دې لمنه داغي راکړه

چې له خاورې رابهر شومه لاله وم

په فراق کې دې تر وصله لا مشتاق شوم

لکه نی په وچو سترګو په ناله وم

ستا د حسن خاندان سره بلد یم

ډېر مین دې لا د سترګو په خاله وم

چې د زړه مکان مې تاله درکولو

شوم اګاه چې د تقدیر په قباله وم

ګرمې نرمې په تنور د پېغلتوب دي

لا ګوشنه دې زه په خامه زباله وم

د اشراق په میو مست ومه دلګیره

د جبین له نوره ډکه یوه پیاله وم