...

محمود دلګیر

د زنګي خال رڼا یې وینم مګر تن نه لري

هغوۍ مې مه پوښتئ نظر چې د دیدن نه لري

های! الامان چې د نامردو تر مرۍ تېرېږي

ما خو ګڼله چې اوبه به زانکدن نه لري

خانه بدوشو! ستاسو شته ده سرمایه د لباس

اواره ګي د دود منم چې پیراهن نه لري

زما صفت زما د قتل تیاري کړېده

لکه نرګس له خپله خېشته بل دشمن نه لري

زما خیالونه هم، و تا ته په راستۍ روان دي

د ناز مېرمنې لکه ستا زلفې شکن نه لري

دا میکده ده معاصره خو اوبه یې زَړې

د زوړ ساقي شه بازار بند چې می کهن نه لري

که لکه واوره یې هم پاک چرته پر بام مه کېنه

د اوبو داغ ته هم سینه یوه لمن نه لري

موږ خپلې وینې پر ځان ناب کړې ته دې رخت مه رېبه

د عشق د لارې شهیدان د رخت کفن نه لري

خاوره هم نه وي په یوه رنګ و بوی د هرې وادې

د چابهار خاک مې سکون د خپل وطن نه لري

دلګیره دلته څه هوا د شیرینیو نشته

مګر دا غرونه فرهاد نه لري کوهکن نه لري