محمود دلګیر
دا
دې اعزاز دی چې یې موږ له لطافته لرو
لکه
اصیل غمي ځلا له اصلیته لرو
ناسته
له خاورو سره نه لري حاصل بې غبار
زر
عیبه ګرد دې لا اوس هم له نزدیکته لرو
کله
مو خپلې جفایي نه ګیله ونکړله
شکایتونه
د اشنا له محبته لرو
څومره
چې ستا د هر نظر یادونه سپړو زړه کې
داسې
دې سل، زر خاطرې هم له نکهته لرو
د
عشق عَلم مو په سینو کې رپیدا کړېده
د
هجر ملک ته یو سفر له نزاکته لرو
لمرینې
غېږې ته دې ناست یو د سحر پر بستر
د
غزونو تلوسې دې تر مهلته لرو
له
خاورې پورته یوو دلګیره لکه خاوره خاموش
لکه
لاله غوندې داغونه له قسمته لرو