محمود دلګیر
که ستا د سترګو
غېږه ډکه شوه
د چا په امید
ورسره مینه وکه
شاید زه ستا په
برخه ونه رسم
ته به د حسن
ملِکه شې نو په هغه وخت کې
ما ته هېڅ مه راګوره
خلک به ستا د
ذوق غیبت شروع کړي
غرور دې خاورې
مه شه
زه به سګرټ زبېښلې
شونډې ګرد خوړلې څڼې
په چاودو ګوتو
تا ته ګل نه نیسم
پردی مزدور یم
غریبي مې ستا د
حسن په نرګسه لمن داغ نه شي چې
غرور دې خاورې نه شي
***
زه شاید وغورزمه
څاه ته
او یوسف شم د
وخت
یا خو به چرته یو
تهمت زما کالي څیرې کړي
نو زنداني به
شمه
خو د دې وخت
زنداني
شاید چې بېرته
زه تر تا پورې ونه رسېږم
زه چې راتلمه
هغه لاره ټولېده
راپسې
او زه په نورو
لارو، لار ورک کوم
نو
د زړه له اوره مې
رنګ جوړ که تا ته خط لیکم چې
که ستا د سترګو
غېږه ډکه شوه
د چا په امید
ورسره مینه وکه
شاید زه ستا په برخه ونه رسم