...

محمود دلګیر

هغه لارې ټولومه چې مې تاته غځولې

هغه لارې، چې ګلونه پکې شنۀ شول

چې پۀ تا پسې مې کړي

اوازونه پکې شنۀ شول

 

هغه لارې ټولومه چې منزل یې تش سراب و

هغه لارې چې مزل یې تش عذاب و

چې الفت پکې ناياب و

 

هغه لارې ټولومه چې مې تاته غځولې

چې لۀ ځانه پکې ورک وم

د نفرت باد به دې راوړم

لکه خس به ورته سپک وم

 

هغه لارو باندې يو قدم هم نه ځم

هغه لارو کې چې خلک

لاس پۀ لاس سره روان وي

چې مسکاوې یې پۀ شونډو

لکه شوخ ماشومان شوخې لوبي کاندي

هغه لارې ما ته تا رايادوی شي

زۀ لګيا یم

هغه لارې ټولومه چې مې تاته غځولې

 

خپلو سترګو کې يو داغ لۀ غمه ږدمه

چې مخ واړوي نور ستا لۀ بده رويه

خپل نظر ته مې سزاوې ورکومه

هغه لارې ټولومه چې مې تاته غځولې