هلال عیان
تللى د ډيوې رنګ په هوا پسې
هر پرهر به وچېړي په تا پسې
څه ته منتظر يې، څه ته ست غواړې؟
مرګه! ځه راځه کنه په ما پسې
ټولې رابطې، ځان ته حيرانې کړم؟
وخاندم، په کړس کړس په دنيا پسې؟
هر سړى، زما غوندې مئين نه دى
هر سړى، را وتى په ګناه پسې
دا د هجر شپه، څومره اوږده شوله
سترګې مې ړندې شوې، په رڼا پسې
يه عيانه ! ستا د درد دوا نه شو
زړه چې دې تړلى و، په چا پسې