هلال عیان
مړ مې که او بيا مې سپو ته واچوه
پړ مخ مې د هجر شپو ته واچوه
عشقه! لېونى دې خلک بولي خو
عشقه! زنځيرونه پښو ته واچوه
خلاص مې ددې دور له عذابه کړه
ما دې د کرم لېمو ته واچوه
وخانده په غم باندې ښادي وکړه
خاورې د دې خلکو خولو ته واچوه
ساتم به څراغ د خپلو اوښکو بل
بار د غم زما اوږو ته واچوه
درد انځورومه د غزل په مخ
لږ مې د الهام لوګو ته واچوه
راشه! له دې ستړي ژونده خوند واخله
بد خوبونه ټول اوبو ته واچوه
مړى د عيان راته ګويانه کړه
ساه په کې يو څو شېبو ته واچوه