هلال عیان
بيا دې په تخليق ولې؟ د مينې اثر نه ښکاري
زه شوم نابينا، که مې په سترګو کې لمر نه ښکاري؟
نه شول لېوني، لکه مجنون د چا په مينه کې
تاج د محبت د مئينانو په سر نه ښکاري
درده جوړ له څه شي يې، چې رحم در کې نه وينم!
زه وير لېونى کړم، خو په تا يې اثر نه ښکاري
څوکه د قلم په لاس، اظهار د بغاوت کوم
څو که مې په لاس کې وسيله د ضرر نه ښکاري
دا چې مې هنر ته هنر نه وايي، قصور د چا؟
دا نه شي کېدى، چې په اسمان کې دې لمر نه ښکاري
ولې مې داخل کې بيا د ذوق سترګې ړندې شولې
ولې بيا په ما باندې الهام مقرر نه ښکاري
بيا مې هم دښمن ته د خلوص غيږه پرانيستې ده
څو که يې زخمي کړم، خو په ذات کې مې شر نه ښکاري
بيا ولې تياره شوه، رانه ورک د نور څراغ شو که
دا مې په کعبه زړه کې عيانه دلبر نه ښکاري