...

هلال عیان

سوى لوى، په لمبو کې بيمار پروت وم

يو لوګى وم، د ژوندون په غبار پروت وم

اسوېلي د خپل خواهش رانه چاپېر ٶ

په خلوت کې دې هجرانه په دار پروت وم

په يو مخ کې به مې دوه څهرې ليدلې

ائينې غوندې حيرانه په لار پروت وم

بيا هم ورک ومه، په تا کې محبته!

مرور ومه، له ځانه بې زار پروت وم

لېونتوب ٶ، ما يې سترګې لټولې!

په خلوت کې د جانان په مزار پروت وم

محبت ماته په سترګو کې خندلي

زخم زخم، په هر رنګ د بهار پروت وم

د شپې روغ ومه، ژوندى ومه عيانه!

لکه مړى، بې زبانه سهار پروت وم