...

هلال عیان

خوب مې وليده په لاره نڅېدله

زما سترګو کې هنداره نڅېدله

د دنيا هوس پرست ورته راټول ٶ

يو جينۍ ورته له ډاره نڅېدله

د ګلاب که د رېديو خوشبويي وه

که د عطرو دوکانداره نڅېدله

په ساحل باندې ولاړ وم، ما ليدله

سمندر کې سپوږمۍ ياره نڅېدله

ستا يادونو ته عيانه ځوانيمرګه!

وه په زړه باندې بيماره نڅېدله