...

هلال عیان

دا وختونه مې په ژوند کې بقا ګوري

که مې هيلې په پرهر کې رڼا ګوري

د خپل ذات په ننداره يمه راوتى

دېوالونه ولې خاندي چې ما ګوري

رانه ونه کړه پوښتنه د مات زړه چا

لېونتوب مې دا تمامه دنيا ګوري

ما په خپل ذات کې په خپله ځان وژلى

هر ارمان، راته په تلو کې په شا ګوري

ګناهونه د دنيا مې تمام وکړل

راته لاره کې، حيرانه دعا ګوري

لېونى زړه مې د مينې په لټون دى

خو په لار کې راته بله بلا ګوري

د جنت په حورو څه وکړم عيانه؟

چې جانان راته په مړو سترګو بيا ګوري