هلال عیان
چې لا راوتى، د خپل فکر له ديوانه نه يم
شايد چې زه، د چا په حسن مهربانه نه يم
دتا په ذکر مې مرۍ د خواهش کېنوله
لا په دنيا کې د مجنون غوندې روښانه نه يم
چې زه ددغې ګناه کوم حد کې يم؟ نه پوهېږم
د يار ښايست ته، چې وتلى له ايمانه نه يم
تنهايي څومره ده ؟ و دې ته تنهايي نه وايم
لکه سايه، ستا په لېمو کې راروانه نه يم
شور مې صحرا کې، د خپل فکر د جمود اورمه
زه د ګوهرو، په قيمت يمه ارزانه نه يم
دومره خودار يم، چې په سيوري هم تکيه نه کوم
زه د کم ظرفو، عاشقانو له کاروانه نه يم
په کور کې نه يمه جانانه ! ملاقات دى مشکل
زه لا راغلى، ستا د ياد له کهکشانه نه يم
بيا خو به شعر، له مانه پاتې وي عيانه ګله!
چې د غزل په ترکيبونو بدګومانه نه يم