هلال عیان
ولې شرمنده، د خپل کردار په اداګانو دي
دا چې د انسان جامې اغوستي بلاګانو دي
وخته! د خپل حال، په بزرګۍ باندې يې وبخښه
خلک ستړي شوي، نور په ډېرو ژړاګانو دي
زخم زخم ژوند دى، خو له درده چاته نه ژاړو
زړونه مو روښان، د خپل شعور په رڼاګانو دي
هر سړى سبا، سبا نارې د بغاوت وهي
هيلې راشنې شوې، بيا په دغې صحراګانو دي
سترګو د ګلونو کې، سراب د محبت وينم
مړه د چا د جسم؟ د خوشبو په هواګانو دي
سيوري مو د ذات په کناره راسره هم نه ځي
وينې مو زبېښلي، تل د خپلو ارواګانو دي