هلال عیان
نښې د سپرلي، په کې دا ولې زه تازه وينم
بيا د چا لاسونه، د خپل قبر په خازه وينم
وي شايد دنيا، په ختمېدو چې بد ګمانه يم
دا چې له مودو نه، د وختونو جنازه وينم
بيا را په کې تنده، د سراب په خوټکېدو شوله
بيا مې خپلې هيلې، ستا د عشق په انګازه وينم
وي خو نتيجه، د هر عمل نه پس يرېږمه
خامخا به درد، د خپل الفت په اندازه وينم
غواړي رانه عشقه! د وفا او د خلوص نښې
خداى راته ولاړ، د محبت په دروازه وينم