هلال عیان
چېرته د مينې صحيفو کې مې پيدا نه کړلې
ځانه عادت مې د غمونو په سودا نه کړلې
ما به نهام درنه ساتي، دغه وختونه ګوره!
که مې د ماتو ، ماتو هيلو تمنا نه کړلې
که مو هر څو ورته ، د سوال لاسونه لپه کړله
خو وخت دا تورې شپې ، په مونږ باندې سبا نه کړلې
ما دې د حسن نزاکت ساتهٔ ، مئين وم په تا
ما خپلې هيلې ، ستا په مخکې مدعا نه کړلې
بيا به شاعر نه يمه ، بيا به هنرمند نه يمه
که مې سايې، له ځان سره چرته ګويا نه کړلې
د محبت سيپارې لولمه ، عيانه اکثر
خو د خپل زخم په لمبو کې مې پناه نه کړلې