...

هلال عیان

هيلې يې څنګه په موجونو کې ايسارې کړلې

زما تصويره بيا چا رسم په هندارې کړلې

څه په نه زړه مې تاته وکړلو اظهار د مينې

څه مقدسې کليمې مې ګنهګارې کړلې

دومره مې ځان د محبت په لمبو وسېزلو

ستا د وعدو خاورې مې ځان باندې امبارې کړلې

څه په لټون لټون مې خدايه اخېر وموندلې

د محبت غوټې مې وګوره هوارې کړلې

عيانه! يم به ګنهګار د محبت او که نه؟

چې مې خطا درنه په عشق کې خپلې لارې کړلې