هلال عیان
بچو مې اوښکې په سلګو خوړلي
ټول څراغونه مې لوګو خوړلي
مانه زما په اړه هيڅ مه پوښته
د وجود غوښې مې په سپو خوړلي
زه د رواج له قيده نشم وتى
د جبر غشي مې په پښو خوړلي
زما په ذات کې خاموشي دېره ده
د خواهش چيغې مې لمبو خوړلي
ما محبته وېرولى نه شې
ما ښاماران ستا د کمڅو خوړلي
بيا په کوم سيند کې کيشتۍ ډوبه شوله
بيا انسانان چېرته
اوبو خوړلي؟
عيانه اوس خو نه ژوندى يم نه مړ
زما ارمانونه ستا وعدو خوړلي