هلال عیان
چې محبت زما د هيلو پروا نه ساتله
نو ما به ولې په فطرت کې ګناه نه ساتله
بيا خو به خوف د تنهايي ومه خوړلى درده
که مې په زړه کې د وهمونو بلا نه ساتله
ما درته حال، د خپلو بدو ورځو نه ويلو
ما ستا په سترګو کې دا خپله ژړا نه ساتله
ستا د ديدار، په شبنمي څاڅکو اوبه نشومه
ما په سپېرو لپو کې خدايه دعا نه ساتله
خلکو ساتلو، د نفرت په دايرو کې وطن
او ما د زلفو، په وږمو کې دنيا نه ساتله
د جدايي د خوف ښامار راته ولاړ دى بهر
ستا سپياره چې مې په زړه کې مولا نه ساتله
لارې ګودرې رانه ټولې مرورې ولې
ما په خپل ذات کې ستا د مینې بیدیا نه ساتله
عيان همغسې د عشق په سراب تږى ګرځي
دې بې نياز مريض، پرهر ته دوا نه ساتله