...

هلال عیان

که ما موندل غواړئ

نو زه په اجتماع کې نه يم

که ما موندل غواړئ

نو ما د تنهايي په غيږ کې ولټوئ

 

تاسې چې څوک په اجتماع کې وينۍ

زه په خپل ذات باندې قسم خورمه چې

هغه به زه يمه، خو زه نه يمه

 

شايد چې وي يو اداکار او ممثل د دور

څوک چې له تاسې د خپل ژوند

هغه اصلي قواره

څوک چې له تاسې د خپل ژوند

هغه اصلي احساسات

ستاسې د ډېرې بې حسۍ له وجې

د خپل شعور په دايره کې پټول غواړي

 

که ما موندل غواړئ

نو زه په اجتماع کې نه يم

که ما موندل غواړئ

نو ما د تنهايي په غيږ کې ولټوئ