هلال عیان
تنهايي رانه چاپېره ده صحرا کې
دېوالونه د کورو راته حيران حيران راګوري
راته وايي
آ خو خداى دى چې تنها دى
آ خو خداى دى چې بې نياز دى
آ خو خداى دى چې مغرور دى
نو ته ولې، په څه وجه؟
د خپل ذات په دايرو کې تنها اوسې؟
له مودو مودو نه ولې
له دې خلکو جلا اوسې؟
زه موسکى شمه دېوال ته
په خندا خندا کې وايم
په ما زړه مه سېځه بس دى
د خپل ځان په حال خفه شه
ته زما په شان ګمراه يې
له خپل حاله خبر نه يې
دېوال وخاندي موسکى شي
راته وايي نو ته څوک يې؟
نه خو خداى نه پېغمبر يې
چې زما په حال خبر يې
ما غريو ونيسي نسکور شم
په سلګو سلګو کې وايمه دېوال ته
زه
عيان يم زه عيان يم
د مولا د عشق بيان يم
دا چې داسې تنها ګرځم
پاک له هرې ګناه ګرځم
دا پر ما لطف د هغه دى
د مولا په دعا ګرځم