...

نظم الدین ندرت

حوصله مې د چوپتیا پۀ اثر پریږده

ما د خپلو شکستونو پۀ شر پریږه

دا ده زۀ د لا مکان تر دره راغلم

تۀ خو خدای لۀ جماعتونو بهر پریږده

ستا د نیم حسن کامله ننداره ده

د تکرار کیسه پۀ دغه نظر پریږده

لۀ شعوره پریوتل څۀ دي، خو بره

عقیدت د کتابونو پۀ سر پریږده

زۀ ګمان د ورکې لارې یم ندرته

تۀ دې سترګې راسره پۀ سفر پریږده