نظم الدین ندرت
د
رنګ پۀ محوه شوي کیفیت نۀ وایي څۀ
سایه
خو د وجود پۀ حقیقت نۀ وایي څۀ
نه!
نۀ ده خاموشي د نۀ ویلو پۀ معنی
دریاب
به د موجونو پۀ شدت نۀ وایي څۀ
زۀ
ولې هوش لۀ سره پۀ وتلو کړم بدنام
ګلاب
چې د وږمو پۀ حرکت نۀ وایي څۀ
بې
تا مې ناتکمیله افسانه غواړي تکرار
دنیا
پۀ قضاوت د نیم صورت نۀ وایي څۀ
تۀ
کینه! چې پۀ سترګو کې دې وګورمه فال
تقدیر
مې د تندي پۀ تلاوت نۀ وایي څۀ
ندرته!
دلته کار د قافیه چینو دی روان
هیڅوک
هم د غزل پۀ نزاکت نۀ وایي څۀ