نظم الدین ندرت
قدم،
قدم به لکه گرد درپسې باد نۀ وم
خو!
که مات شوی د خپل ځان پۀ اعتماد نۀ وم
دوی
خو وږمې هم پۀ عدم ګڼي د ګل خالقه!
زۀ
لا خبر د مخلوقاتو پۀ الحاد نۀ وم
مخ
کې مې سترګې او تر مخ مې وې هندارې پرتې
زۀ
خو رښتیا خپلې سایې غوندې برباد نۀ وم
ښۀ
شو اخر مو د بقا راز شو پۀ خاورو تمام
زۀ
هسې هم کنۍ پۀ خپلې هستۍ ښاد نۀ وم
راپورې
پورې وه څرمنه د وجود ندرته!
زۀ
د کاملې ازادۍ پۀ نوم ازاد نۀ وم