نظم الدین ندرت
ژونده!
د ګمنامو ښاریه یې زۀ مبهم یم
سخته
دروغجنه آئینه یې زۀ مبهم یم
را
کنه د بل انتشار بله بهانه
ختمه
چې د عشق کومه کېسه یې زۀ مبهم
وخته!
دا خو ځکه درکې و نۀ چلیدم
تۀ
لکه د کهف زمانه یې زۀ مبهم یم
زۀ
مې پۀ لټون د انا بوخت ښۀ یم ملا!
ته
خو د جنت کوڅه کوڅه یې زۀ مبهم یم
څۀ
سپړې نقاده! د ندرت د غزل راز
دا
پۀ استفهام د څۀ اخته یې؟ زۀ مبهم یم