نظم الدین ندرت
د ځان
اذیته! دا یو کیف دې پۀ مزې راکړو
لوټ
مې ترې تاو کړو لاس رقاصې زمانې راکړو
لۀ
هر فراره پس واپس شمه تر ځانه پورې
وخت
دغه یو عادت پڅیر د دایرې راکړو
چې
د اور ویشه شوه لمن مې ورته و نیوله
چې
سوزیدلمه پیغور خپلې لمبې راکړو
هی!
د ماشوم هوس لۀ لاسه دې ازاد کړمه
هوا
! خواهش دې مکمل د باډیوې راکړو
د
چا د یاد طواف پرې ساتمه اباد ندرته!
خدای
چې زړۀ راکړو پۀ رقم یې د کعبې راکړو